خبرونهامنیت

د طالبانو يو کليدي قوماندان د قندهار په ميوند کې ووژل شو

٣٣- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د طالبانو يو کليدي قوماندان تېره شپه په قندهار کې پر امنيتي ځواکونو د بريد په وخت کې له څلورو تنو غړو سره يې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو د قندهار د ميوند په عثمان خيلو اوخاني خيلو کليو کې په ملي، دفاعي او امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د دښمن بريدونه په شاوتمبول او د نښتې په بهير کې د انس په نوم د طالبانو يو قوماندان له څلورملګروسره يې ووژل شول
په دې نښته کې د دښمن په مهماتو بار يوموټر ويجاړ شو ى دى.
ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته