سیاستخبرونهTOP

د عالیقدر امیرالمومنین د جلا جلا فرمانونو پر اساس د سترې محکمې اړوندو ادارو کې تازه ګومارنې شوې دي

 کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر

د عالیقدر امیرالمومنین د دریو جلا جلا فرمانونو پر اساس د سترې محکمې په اړوندو ادارو کې يو شمېر کسان پر دندو ګمارل شوي دي.

په ګومارل شویو کسانو کې شیخ مولوي عبدالغفار بحر د قندهار زون د نظامي محکمې د رئيس په توګه، د سترې محکمې د نظامي منسوبینو د دیوان رئیس مولوي خیرجان د یاد مسولیت ترڅنګ د نظامي محاکمو د عمومي رئيس په توګه، مولوي عبدالجليل آغا حسيني د کابل زون د نظامي محکمې د رئيس په توګه، مولوي عبیدالله د کابل زون د نظامي محکمې د قاضي په توګه، شیخ مولوي عبدالظاهر د کابل زون د نظامي محکمې د مفتي په توګه او مولوي محمد زاهد اخندزاده د کابل زون د نظامي محکمې د مفتي په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې په خالي دولتي بستونو کې د مسلکي او وړ کسانو د ګمارنې ژمنه کړې وه.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته