خبرونهفرهنګ

د عامه کتابتونو رییس: عامه کتابتون برېښنايي کېږي

کابل/ د وري ۲۷/ باختر

د عامه کتابتونو رییس  قاري عبید الله  حنیف وایي  چې خلکو ته د لازمو اسانتیاوو  برابرولو په مقصد د عامه کتابتون د عصري کولو او بډاینې لپاره هڅې کوي.

د عامه کتابتونونو رییس له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسلامی امارت له بریالیتوب وروسته مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د کتابتون د ودانۍ ترمیمولو لپاره یو لړ اقدامات ترسره شوي چې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د یو عصري کتابتون لپاره په یوه پراخه ساحه کې یوه معیاري ودانۍ جوړه شي.

هغه زیاته کړه: له بده مرغه په تېرنظام کې په فرهنګي برخه په تېره بیا د عامه کتابتونو برخې ته پاملرنه نه ده شوې. په خبره یې، د عامه کتابتون ودانۍ ډېره زړه ده او په یوه کوچنۍ ساحه کې موقعیت لري او اړتیا ده چې په یو مناسب ځای کې ورته بله ودانۍ جوړه شي.

قاري حنیف څرګنده کړه چې د عامه کتابتون د عصري کولو او بډاینې لپارهڅې دوام لري او په همدې مقصد د یو شمېرهمکارو موسسو په مرسته په یو ګډ پروګرام کارکوي، چې وکولای شي عامه کتابتون په عصري سیستم  سمبال کړي او يو ښه برېښنایي او انټرنتي کتابتون ولري.

هغه زیاته کړه، په پام  کې لري چې د عامه  کتابتون د ټولو مجلو او خپرونو، کلکسیونونه دیجتلي شي او د ویب  پاڼې او دیتابس یو سیستم جوړ کړي چې د دې  لارې خپل خدمات پراخ او برېښنايي کړي.

د عامه کتابتونو رییس وویل چې په عامه کتابتون کې  د انټرنټ  یو مرکز جوړ شي، چې له دې لارې دغه بنسټ کې شته خپرونې د مینه والوپه واک کې ورکړل شي.

د هغه  د څرګندونو له مخې؛ د انټرنټي ټولنیزو شبکو فعالیتونو او له دغو شبکو څخه زیاتې ګټې اخیستنې په هېواد کې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ پیکه کړی او دغه کار د دې سبب شوی  چې د عامه کتابتون مراجعین لږ شي.

د عامه کتابتونو رییس وویل: که چېرې موږ وغواړو د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکړو په لومړي ګام کې باید د کتابتونونو عصري کولو او د کتاب او مطالعې مینه والو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته پاملرنه وشي.

هغه څرګنده کړه چې دغه راز د فرهنګی پروګرامونو، سیمینارونو او د کتاب د نندارتونونو د جوړولو له لارې کولای شو د دې زمینه برابره کړو چې خلک په تېره بیا ځوانان کتاب لوستلو او مطالعې ته مخه کړي.

قاری حنیف وویل:  یواځېنۍ لاره چې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ سبب کېږي د کتاب مطالعه، د علم او پوهې د زده کړې  لاره ده.

د عامه کتابتونو رییس وویل  چې په تېرو ۶ میاشتو کې په کابل کې د عامه کتابتون یو شمېر نمایندګۍ  فعالې شوې دي او د عامه کتابتون کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو په مقصد د مسلکي زده کړې پروګرامونه جوړ شوي دي.

دغه راز د یحیی وردګ موسسې  ۲۲۰۰ ټوکه کتابونه او د حمیدې برمکي موسسې ۳۵۰۰ ټوکه کتابونه له عامه کتابتون سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د دغوکتابونو له جملې څخه  په سلګونو ټوکه یې د ولایتونو په کتابتونو وېشل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱۳ ټوکه کتابونه د پکتیکا، ۳۴۶ ټوګه د ننګرهار، ۲۱۸ ټوکه د قندهار او څه د پاسه ۲۰۰ ټوکه د پکتیا کتابتون ته  لېږدول شوي دي.

په همدې ډول په سلګونه ټوګه نور کتابونه د زابل، غزني، فراه او د خوست ولایتونو کتابتونو ته لېږدول کېږي.

د هغه د څرګندونوله مخې، په ټولیزه توګه  په عامه کتابتون کې  د افغانستان پېژندنې، ادبیاتو، جریدو، مجلو… او ریفرنس د عمومي تالارونو او مطالعې په برخه کې څه د پاسه ۸۰ زره ټوکه ډول ډول کتابونو په بېلابېلو ژبو د مراجعه کوونکو په واک کې دي.

د یادونې وړ ده  چې عامه کتابتون په  ۱۳۴۵ لمریزکال کې د پوهنې وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابتونو له یوځای کېدو وروسته جوړ شو او اوس د هېواد په کچه ۹۶ کتابتونونه لري چې له دې جملې څخه  ۱۱ کتابتونونه په کابل ښار او د کابل په ولسوالیو کې فعالیت کوي.

ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته