کابل، د زمري٣مه، باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې د پوليو واکسين فرعي کمپاين نن پيل شو.
د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې د عامې روغتيا وزارت له اړوندو نړيوالو بنسټونو په همکارۍ د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې د پوليو واکسين فرعي کمپاين پيل کړ چې څلور ورځې دوام کوي او موخه يې د پوليو واکسين پر وړاندې له پنځه کلنۍ څخه ښکته ۶،۷ ميليونو ماشومانو واکسينول دي.
په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دغه کمپاين د جنوبي، جنوب ختيځو، ختيځو، شمالي او لوېديځو ولايتونو په ٢٤٨ ولسوالیو او د هېواد مرکز تر پوښښ لاندې نيسي چې د پوليو ويروس د خپرېدو خطر زيات دى.
د سړو سيمو هغه ولايتونه او ولسوالۍ پکې شاملېږي چې په ژمي کې د هوا د سړښت له امله پکې کمپاين نه دی ترسره شوى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د پوليو واکسين د سراسري کمپاين شپږ دورې تطبيق شوې دي او اوس افغانستان له بل هروخت څخه زيات د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوى او په روان ميلادي کال کې د پوليو يوه مثبته پېښه کې په پکتيکا ولايت کې ثبته شوې چې د پاکستان په کويټه کې د پوليو مثبتو پېښو سره ژنيتکي جرړې لري.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندرعباد د پوليو واکسين د کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او ويې ويل، چې خلک په تېره بيا ميندې او پلرونه بايد د خپلو ماشومانو او د واکسين ټيمونو هلې ځلې په پام کې ونيسي او له پنځه کلنۍ څخه ښکته خپل ټول ماشومان واکسين کړي.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په واسطه د مخنيوي وړ ده ، هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شي، د هغوى د دايمي فلج اويا مړيني سبب کېږي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له ټولو سيمه ييزو مسوولينو، قومي مشرانو او مخورو، ديني عالمانو او ميندو او پلرونو غواړي چې د دغه کمپاين د بريالي تطبيقولو په لاره کې د پوليو واکسين له ټيمونو سره همکاري وکړي چې دا ناروغي د تل لپاره له افغانستان څخه محوه شي.
د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان يوازيني هېوادونه دې چې د پوليو له وحشي ويروس څخه نه دي خلاص شوي او دغه هېوادونه د دې ناروغۍ د جرړو د ايستلو لپاره زياتو مرستو ته اړتيا لري.
\ ج