خبرونهروغتیا

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د پنجشیر له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

 کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر

د هېواد د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولانا اسحاق پرون پنجشیرته د خپل سفر په بهیر کې د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه کتنه وکړه.

د پنجشیر د عامې روغتیا رییس ډاکتراسدالله نجات باخترآژانس ته وویل، چې پنجشیر ته د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالي او ادارې معین مولانا اسحاق سفرموخه د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست او روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ده.

هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د دغه ولایت په عنابې، رخې او درې په ولسوالیو کې د ایمرجنسي روغتون، ۴۰ بستر روغتون او روغتیايي کلینیک وکوت او ژمنه یې وکړه چې شته ستونزو ته به رسیده ګي وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته