امنیت

د غزني د ګیرو د امنیې قوماندانۍ سرپرست شهید شو

کابل / د غويي ۲۰ / باختر
د غزني د ګیرو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست پرون مازیګرد ماین په چاودنه کې شهيد شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د غزني امنیتي سرچېنه تاییدوي چې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست عبدالغفورمرجان خیل د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ په چاربرجه کلي کې د ښخ کړی شوی ماین په چاودنه کې شهید کړی شو.
د روان میاشتې په بهیرکې د غزني دا دریم امنیتي مسوول دی چې د ماین په چاودنه او له وسله والوطالبانوسره په جګړه کې شهیدان کېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته