خبرونهاقتصاد

د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې

کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځایي چارواکو د مرمر ډبرو کان پرانېست او د استخراچ چارې یې پیل شوې.

د غزنی ولایت د کانونو او پترولیم رئیس مولوي حضرت یوسف صهیب وایي چې د دې ولایت د ناهور ولسوالۍ د مرمر ډبرو کان د استخراج چارې مالستان مرادینه شرکت پيل کړې او یاد شرکت د استخراج لپاره څه باندې ۲۰۰ زره ډالره پانګونه کړې ده.

د صهیب په خبره، د افغانستان اسلامي امارت په هڅه کې دی چې د هېواد اقتصادي وضعیت د کانونو د استخراج له درکه پیاوړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې که چېرې د افغانستان کانونه استخراج شی، افغانستان به په سمیه کې د پياوړي اقتصاد څښتن شی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د کانونو استخراج پیل شوی چې په کې زر ګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته