خبرونهټولنه

د غور په ولایت کې د اوبو رسولو د درېو پروژو کار پیل شو

 کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر

د اوبو رسولو د درېو شبکو د جوړولو قرارداد  پرون د غور ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست او د شرشرعليا پراختیایي شورا ترمنځ لاسلیک شو.

د غور د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د اوبو رسولو د دغو درېو شبکو د جوړولو قرارداد  د ١٣ ميليونه ٢٩٧ زره افغانيو په لګښت د يونيسف موسسې او د خلکو په ونډې سره د کليو د بيا رغاوني او پراختيا وزارت د اوبو رسولو او روغتيا ساتنې د ملي پروګرام  له لارې د دولتيار ولسوالۍ اړوند په کوز او بر شرشرعليا کليو کې د غور د کليو د بيارغاونې  او پراختيا رياست او د کليو د پراختيايي شورا ترمنځ قرارداد لاسليک شو.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو کار به په اتو مياشتو کې د سيمه ييزې شورا له

خوا بشپړ شي او د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د (۹۰۰) کورنيو د څښاک د اوبو ستونزه هواره شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته