خبرونهاقتصاد

د غور په چهارسدې ولسوالۍ کې د يو واټ د جوړولو کار پيل شو

 کابل/ د وري٢١ مه / باختر

د غور د چهارسدې ولسوالۍ د  دره کرګوش واټ د جوړولو کار پیل شو.

د غور د فوايد عامې رييس مولوي عبدالکریم ابو شعیب وايي چې له څو ورځو راهيسې د دغه ولايت د فوايد عامې رياست له خوا د خلکو په همکارۍ د کرګوش واټ د جوړولو  کار پيل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د دغه واټ د جوړېدو لګښت د غور د فوايد عامې رياست له خوا ورکول کېږي او د يوې مياشتې په بهير کې به بشپړ شي.

هغه زياته کړه، د دغه واټ په بشپړېدو سره به د غور د چهارسدې ولسوالۍ د څو کليو د اوسېدونکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته