-کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر
د فارياب ولايت له قيصار ولسوالۍ څخه د دغه ولایت تر شاخ سيمې پورې پر سړک د کریړ اچولو کار پرون پيل شو.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه سړک ۱۸کيلومتره اوږدوالى او اته متره سور لري چې د کار په بدل کې د خوړو د ورکړې پروګرام په آډانه کې پرې کریړ اچول کېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سلو زرو کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
ع