سیاستخبرونهامنیت

د فاریاب امنیه قوماندان د دغه ولایت له ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر

د فاریاب امنیه قوماندان د ښه امنیت د تامینولو لپاره د دغه ولایت له ټولو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین محمدي باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان مولوي نیک محمد حذیفه په داسې حال کې چې د کورني امنیت مدیر، د اداري او درانده جرمونو د فساد پرخلاف د مبارزې مدیر ورسره ملګري وو د فاریاب ولسوالیو د ښه امنیت د تامینولو او د امنیتي پوستو د لیدنې او څارنې په پار د دغه ولایت له ۱۷ ګونو ولسوالیو ليدنه وکړه.

د فاریاب امنیه قوماندان د ولسوالیو له مسوولینو سره د امنیتي مسایلو، د ښې حکومتوالۍ، د ستونزو او چلندونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړې.

امنيه قوماندان همدا راز ولسوالان د جهاد او مبارزې پر اهدافو، د مجاهدينو مسووليت، د اسلامي نظام د رامنځته کولو، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په ساتنه، د شهيدانو د وينو ساتنې، د اسلامي شريعت د پلي کولو په اړه هم خبرې وکړې، د ولسوالۍ مسوولين يې هم يووالي او ورورولۍ ته وهڅول، له فساد سره مبارزه او د ښاریانو لپاره د ښه امنیت د تامین په برخه کې د ولسوالیو مسوولینو ته لارښوونه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته