ټولنه

د فراه ښار د شمالي کانال د استنادي دیوال د جوړولوکارپیل شو

کابل/ د غويي ۱۸ / باختر
د فراه والي تاج محمد جاهد د فراه ښار د شمالي کانال د استنادي دیوال د جوړولوکاريې نن پرانیست.
د فراه د کليو د بیا رغاونې او پرمختیا رییس وویل چې د فراه ښارد شمالي کانال استنادي دیوال د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له بودجې څخه د ۹۰ میلیونوافغانیو په لګښت په پنځه برخه او ۱۸ میاشتوکې بشپړېږي.
د فراه والي وویل، سیمه ییزې ادارې د ټولګټو پروژو په برخه او د دغه ولایت په پرمختک کې له هیڅ راز هڅو څخه به ډډه ونه کړي.
د فراه والي د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا او د پروژو د تطبیق کوونکي پرمختيايي شورا رییس ته لارښونه وکړه چې د دغو پروژو په تطبیق کې کیفیت په پام کې ونیسي او ټل د ټولګټو پروژو له کار او کیفیت څخه یې څارنه وکړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته