Uncategorized

د لرغونو سیمو ساتنې او رغونې ته ځانګړې پاملرنه کېږي

کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د جنوب زون لپاره د اسلامي امارت د لرغونو سیمو مسوول وايي چې مولوي ثناء الله معصوم وايي چې د لرغونو سیمو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ مولوي ثناء الله معصوم دغه څرګندونې د لوګر بره کي برک ولسوالۍ سجاوند لرغونې سیمې ته د سفر پرمهال وکړې.
معصوم وویل چې د سجاوند لرغونې سیمه زموږ د تاریخ ښکارندوی کوي او په ټول توان به ساتنه ترې کېږي.
هغه وویل چې د سجاوند لرغونې سیمه د هېواد په کچه یو له سترو تاریخي ځایونو څخه شمېرل کېږي، چې د یادې سیمې په ګډون د ټولو سیمو پر ساتنې سربېره د بیارغونې په برخه کې یو لړ پلانونه ترلاس لاندې دي.
د معصوم د څرګندونو له مخې؛ د تاریخي سیمو او آثارو د ساتنې لپاره له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان اسلامي امارت د لرغونو سیمو کمېسیون جوړ شوی او د دغو سیمو لپاره مهم پلانونه لري.
د ده په خبره هېڅوک اجازه نه لري چې لرغونو سیمو ته نږدې کورونه جوړ کړي او هغو کسانو چې د لرغونو سیمو په مربوطاتو کې کورونه جوړ کړي دي د پلان مطابق به ورته بل ځای ورکړل شي.
په ورته وخت کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم او لرغونپوهنې مدیران وایي چې سجاوند لرغونې سیمه یې ۱۳ کلونه وروسته په رسمي ډول وکته. د سیمې اوسېدونکي وايي یاده تاریخي او لرغونې سیمه کې تر اوسه ډېرې کېندنې نه دي شوي او تر ډېره بریده هرڅه په خپل ځای دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونپوهنې مدیران وايي چې سجاوند لرغونې سیمه د هېواد په کچه د لویو لرغونو سیمو په کتار کې ده، چې ساتنه او پالنه یې پر مسوولینو سربېره د ولس مسوولیت هم دی.
سجاوند( سکاوند) لرغونې سیمه چې د لوګر له مرکز څخه شاوخوا ۳۵ کیلومټره لرې د غزني، ګردیز او لوګر ترمنځ پرته سیمه ده، د دغې لرغونې سیمې مخینه د چینایي لرغونپوه هیوان تسنګ او د جوامع الحکایات مولف محمد عوفي په حواله، د میلادي کال ۷ قرن او د هجري کال د ۷ قرن لومړۍ کالونه ښودل شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته