کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د المان ستراتیژیکي پراختیایي شرکت د آسیایي څانګې مسوولانو په کتنه کې له یاد وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ چمتووالی وښود.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني ویې ویل چې دغه وزارت اوږد مهاله او لنډمهاله مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه چې د ځینو پوهنتونونو د ساختماني پروژو تکمیلول، د کابل پوهنتون معیاري کول او د پوهنتنونونو د انټرنيټي سیسټمونو ځواکمنتیا یې له لومړیتوبونو او بېړنیو اړتیاوو څخه دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې اوسمهال خصوصي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ خلاص دي او د دولتي پوهنتونونو د بندېدو دلیل اقتصادي ستونزې دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د المان د ستراتیژیکي پراختیايي شرکت رییس حشمت الله مرادي وویل چې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونه او اړتیاوې به وڅېړې او د پلي کولو او عملي ګامونو اخیستلو په برخه کې به یې په راتلونکې ناسته کې خبرې وکړي. په دغه ناسته کې د المان ستراتیژیکې پراختیا شرکت وکیل او سلاکار اولیفِر له لوړو زده کړو وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ن/ر