فرهنګ

په باميانوکې موزيم جوړيږي

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
کوريا په نږدې راتلوونکي کې په باميانو ولايت کې د يو موزيم دجوړولوکار پيلوي.
دغه موزيم دکوريا په مرسته دڅه دپاسه پنځو مليونو ډالرو په لګښت په راتلوونکو دريوکلونوکې جوړيږي .
دباميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس کبير داد رس دباختر آژانس خبريال ته وويل: سره له دې چې په باميانوکې د يوه معياري موزيم جوړول شل مليونه ډالره لګښت لري؛ کوريا چمتو ده چې په باميانوکې د يو موزيم او د فرهنګي خونې د جوړولو لپاره دپنځه مليونو ډالرو مرسته وکړي .
داد رس زياته کړه چې د دغه موزيم او فرهنګ خونې د جوړولو کار په روان کال کې پيليږي او تر راتلوونکو دريوکلونو پورې به بشپر شي.
باميان د هيواد په مرکزکې لرغونى ولايت دى.
ده ټينګار وکړ چې په باميانوکې د موزيم په جوړولو سره به ټول لرغوني آثار د دغه ولايت په موزيم کې وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته