ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرانو ته په خطاب کې: تاسو د ټولنې رښتیني خدمتکاران یاست او په ټول توان ستاسو د خدمتونو ملاتړ کوو

کابل / د وږي ۱۴مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني نن د کابل طبي پوهنتون او د دغه پوهنتون د کادري روغتونونو له مسوولینو سره وکتل.
باختر آژانس ته د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې شېخ عبدالباقي حقاني د ناروغانو درملنه د خدمت ترڅنګ، عبادت وباله او ډاکټرانو ته یې په خطاب کې وویل: تاسو د ټولنې رښتیني خدمتکاران یاست او موږ په ټول توان ستاسو د هڅو او خدمتونو ملاتړ کوو.
هغه زیاته کړه: زموږ لومړیتوب په خپل هېواد کې د ټولو ناروغانو درملنه ده چې بهر ته د تګ لپاره اړ نه شي.
شېخ حقاني د ناروغانو د درملنې پر مهال هغوی ته په وخت رسیدګي، ښه چلند او د اسلامي اخلاقو مراعاتول د یوه مسلمان ډاکټر دیني او ملي دنده وبلله او د تدریسي روغتنونونو د ستونزو د لرې کولو ژمنه یې وکړه.
همدارنګه د کابل طبي پوهنتون او د دغه پوهنتون د تدریسي روغتونونو مسوولینو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته