ټولنه

د لوګر والي د پل علم له دیني عالمانو سره وکتل

کابل / د وږي ۲۱مه / باختر
د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد د مرکز پل علم اړوند دشت باري او حصارک سیمو له دیني عالمانو او مشرانو سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې قومي مشر میرزا وویل چې آزادي اخیستل آسانه دي؛ خو ساتل یې ستونزمن کار دی؛ خو شکرمجاهدین د آزادۍ ساتلو ته پوره هوډ لري او توانايي یې هم لري.
په ورته وخت کې د لوګر والي وویل چې اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او ټول قومونه باید ځان په کې وویني.
احمد زیاته کړه چې اسلامي امارت ته شخصي ګټې مهمې نه، بلکې د الله د دین او خلکو خدمت مهم دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته