کابل ، د غبرګولي ۹مه ، باختر
د مالیې وزارت وايي چې له دې وروسته د تورخم ګمرک لارې پر ځای، د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرکونو له لارې د ډبرو سکرو صادرات ترسره کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د مالیې وزارت مقام له لارښوونې سره سم، له دې وروسته د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دغه اقدام د تورخم ګمرک له لارې په زیاته اندازه د افغانستان د تازه مېوو د صادرولو او د دغو مېوو د خرابېدو او ترافیکي تراکم د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
په همدې حال کې، یاد وزارت د ډبرو سکرو د بار وړونکو موټرو له ټولو چلونکو څخه غوښتي، چې له دې وروسته د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرکونو له لارې دې د ډبروسکرو صادرات ترسره کړي.
وهاج