اعلامیهخبرونه

د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه

– کابل / د کب ٢مه / باختر
د کابل د نننيو تروريستي بريدونو په اړوند د ملي روغې جوړې د شورا اعلاميه.
ډاکترعبدالله عبدالله ويلي دي په ژورې خواشينۍ سره په پايتخت کې د مقناطيسي ماينونو په چاودنو او تروريستي بريدونوکې زموږ يوشمېر هېوادوال ووژل شول اويوشمېر نور ټپيان شول.
د کابل د نننيو تروريستي پېښو زياتره قربانيان بې ګناه ملکيان دي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په ملکي هدفونو بريد او د ډار او وحشت رامنځته کول د افغانستان د خلکو د دښمنانو د کمزورتيا اوماتې ښکارندوى دى .
هغوى له بې دفاع خلکوڅخه د غچ په اخېستنې سره د خپلو ماټو د جبيره کولو په لټه کې دي .
خو دغه شان برېدونه هيڅ کومه ډله هدف ته نه رسوي .
د ملي روغي جوړې د عالي شورا رييس د کابل د تروريستي پېښو قربانيانو ته د فردوس جنت هيله کړې ده او له مصيبت ځپلو کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته