خبرونهښوونه او روزنه

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري په افغانستان کې ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د پوهې وزارت سرپرست شیخ مولوي نور الله منېر د افغانستان لپاره د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ( UNHCR) له مسؤل لیونارد زولو(Leonard Zulu) سره وکتل.

په دې کتنه کې (ليونارد زولو) چې له زلزله ځپلو وګړو سره د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مرستې روانې دي او د دوی اړوند مرستندویه ټیمونه په سیمه کې حضور لري. نوموړي زیاته کړه، چې یادې کمیشنرۍ په دې ورستیو وختونو کې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره درې ودانۍ جوړې کړې دي، د دوو نورو ودانیو کار روان دی او په راتلونکې کې غواړي چې د پوهنې وزارت ته د هغو ښوونځیو لپاره چې ودانۍ نه لري په لومړي قدم کې دوه زره(۲۰۰۰) خیمې ورکړي، چې ورڅخه د درسي ټولګیو په توګه استفاده وشي. د نوموړي په وینا، یاده کمیشنري په راتلونکي کې هوډ لري چې خپلو امکاناتو او سرچینو ته په پام سره د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر وویل، چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه پوهنې وزارت به د یادې کمیشنرۍ خیریه فعالیتونو لپاره هر ډول اړینې اسانتیاوې برابروي.

په کتنه کې پرېکړه شوې چې د دواړو لورو (د پوهنې وزارت- UNHCR)  تخنیکي ټیمونه به په ګډه کار کوي چې د یادې موسسې د فعالیت لپاره یو غوره میکانیزم جوړ او بیا د همدې میکانیزم پر بنسټ عملي فعالیتونه پیل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته