د ملګرو ملتوعمومي منشي بانکي مون تير ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بریالیتوب سره د دودیزې لویې جرګې د کار د پای ته رسیدو له امله ده ته مبارکي وویله.
دغه راز ښاغلي بانکي مون د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ده د ځانګړي استازي ښاغلي ستیفن دیمیستورا د ماموریت دوره به ډیر ژر پای ته ورسیږي، په افغانستان کې یې د خپل نوى استازي د ټاکلو په باب له حامدکرزي سره سلا مشوره وکړه.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د بن د نړیوال کنفرانس ترڅنګ به له یو بل سره وګوري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ښاغلي بانکي مون له ټلیفوني اړیکې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوى استازي د ټاکلو په اړوند له ده سره د مشورې له امله مننه وکړه او د ملګرو ملتوله سازمان سره یې د افغانستان د حکومت د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.