ټولنه

د ملی دفاع وزارت د شهیدانو پر کورنیو خوراکي توکي ووېشل

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د ملی دفاع وزارت په ۱۷ ولایتونو کې د شهیدانو پر کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د۲۰۳ تندر قول اردو باختر آژانس ته وویل چې د ملي دفاع وزارت په غزني، پکتیا، میدان وردګو، هرات، لوګر، بدخشان، تخار، کندز، سمنګانو، فاریاب، بلخ، نورستان، ننګرهار، لغمان، سرپل، کونړ او بغلان کې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي د خوراکي توکو بستې ووېشلې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ټولو ولایتونو کې به د شهیدانو پر کورنیو د دغه وزارت د مرستو د وېش بهیر دوام وکړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته