خبرونهاقتصاد

د مهترلام ښاروالۍ  څه د پاسه ٩٦ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي

 کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې دغې ښاروالۍ څه د پاسه ۹۶ میلیونه ۲۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه عوايد په تېر کال کې له ښاريانو او اصنافو څخه د مالياتو د را ټولولو له درکه ترلاسه شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د مهترلام  ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب د یوې غونډې په ترڅ کې خلکو ته د مالیاتو د راټولولو په اړه معلومات ورکړل او پر ښاریانو یې  غږ وکړ چې د لغمان د پرمختګ او  اقتصادي ودې لپاره خپل مالیات ورکړي.

د لغمان د والي مرستيال مولوي  سيد احمد بنوري وویل چې  د فساد د سرچينو په تړلو سره هڅه کوي چې عوايد راټول کړي او د ښاريانو لپاره ښه حکومتولۍ رامنځته کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته