ټولنه

د ننګرهار والي: ولس دې پوره حوصله او زغم ولري

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د ننګرهار والي ندامحمد ندیم نن په دغه ولایت کې د تېري پای ته رسېدو په پار جوړې شوې غونډه کې له خلکو څخه وغوښتل چې پوره حوصله او زغم ولري.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې ټولې ستونزې به یې اوارې شي.
هغه د تېري پای ته رسېدو مبارکي د اسلامي امارت مشرتابه او ټولو مجاهدينو او ولس ته وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده چې د تېري د پای ته رسېدو په مناسبت په ننګرهار کې دیني عالمانو د قرآن عظیم الشان ختم هم وکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته