ښوونه او روزنه

د ننګرهار په نازیانو کې په لومړي ځل ۱۲ نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې

کابل / د زمري ۱۷ مه / باختر
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې له سروبي لیسې څخه په لومړي ځل ۱۲ نجونو فراغت لیکونه ترلاسه کړل، په وینا یې تر دې مخکې په کې تر دولسم ټولګي بورې نجونې زده کړې نه وې کړې.
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ په نازیانو ولسوالۍ کې پر کلتوري محدودیتونو سربېره جګړه ییز وضعیت نجونو ته د ښوونځي ویلو اجازه نه ورکوله؛ خو اوس تر بل هر وخت په یادې ولسوالۍ کې د نجونو تدریسي بهیر ته پام اوښتی دی.
په ورته وخت کې د نازیانو ولسوالۍ د بارو خوله، سپینې ژۍ او نورو سیمو اوسېدونکو له باختر اژانس سره په خبرو کې له حکومته د روغتیايي او تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا هیله وکړه.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته