فرهنګ

د نوروز د نړيوال جشن د ترسره کولو د سيمې د چمتو کولو دکار د ګړنديتوب په خاطرغونډه جوړه شوه

کابل باختر د تلي  دويمه :
افغانستان د ١٣٩٣ کال د نوروز د نړيوال جشن کوربه دى او دنوروز د ښه نمانځلو په مقصد تيارۍ د موظف کميسيون له خوا دوام لري.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د١٣٩٣ کال د نوروز د نړيوال جشن د ترسره کولو د سيمې د چمتو کولو دکار د ګړنديتوب په مقصد د دغه جشن د جوړولو دکميسيون غونډه نن د لوړو زده کړو د وزير ډاکتر عبيد الله عبيد په مشرۍ د پغمان په غونډى کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي، د پوهنې وزارت معين محمد آصف ننګ، د فوايدعامې وزارت معين احمدشاه وحيد، د ښارجوړولو د چارو د وزارت معين محمداکبر احمدي، دسرحدونو او قبايلو دچارو د وزارت معين عبدالمالک صديقي او د اړوندو وزارتونومسوولينو په وار سره  د پغمان په غونډى کې دکار د پرمختګ په باب دخپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل او خپل پيشنهادونه او نظريې هم  په دې باب وړاندې کړې .
دغه راز په غونډه کې د نوروز د جشن د ترسره کولو د سيمي د چمتو کولو د څرنګوالي د هيواد د اصيل فرهنګ په چوکاټ کې د نندارتونونو په جوړولو سره  دافغانستان د اصيلي څيرې د معرفي کولو، د تفريحي پروګرامونو دترسره کولو، د دوديزو نمايشاتو د اجرا کولو، دجامو، زراعتي محصولاتو، صنعتي او د ټولو داخلي توليداتو د نندارتونونو، د اصيلې موسيقۍ د پروګرامونو، د افغاني خوړو د برابرولو، ملي او سيمه ئيزو ورزشونو او د بروشورونو او شعري او ادبي رسالو د خپرولو په باب خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې هر اړونده ارګان دې خپلې سپارل شوې دندې په چټکې سره ترسره او په راتلوونکې غونډې کې دې خپل کاري رپوټونه وړاندې کړي.
دکميسيون غړو دغه راز د پغمان په غونډى کې ترکار لاندې ودانيو د جوړولو بهير وکوت او ددغې ساحې د ساختماني کار بهير يې وڅيړل . دغه ودانۍ د٣٤٧جريبه ځمکې په ساحه کې د پغمان په غونډى کې چې ښکلۍ او دکتنې وړ ښکلا لري؛  جوړه شوې او دکورنيو او بهرنيو ميلمنو د هرکلي ماڼۍ، د لامبلوحوضونه، د اوبو فوارې او ورزشي ډګرونه لري.
ددغې پروژې د مسوول دڅرګندونو له مخې: ددغو ودانيودجوړولوکاربه تر راتلوونکې يوې مياشتې پورې بشپړ شي.
د لوړو زده کړو وزير په بېلابېلو بوټو او ډول ډول ګلانو د دغې غونډى د ښکلا او دغه راز د نورو تزئيناتو په باب دکميسيون غړو ته معلومات ورکړل او له هغوى څخه يې وغوښټل چې د تزئيني پروګرامونو په تطبيق کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي .
  ديادونې وړ ده چې په عشق آبادکې د١٣٩٢ کال د نوروز د جشن د برخه والو هيوادونو جمهورو رييسانو پريکړه وکړه چې د ١٣٩٣کال د نوروز د نړيوال جشن  دې په افغانستان کې جوړ شي.
له همدې امله د هيواد جمهور رييس دپوهنې د وزير په مشرۍ او د لوړو زده کړو د وزير په معاونيت او د اطلاعاتو اوفرهنګ، کرنې او اوبو لګولو او د ښارجوړولو  د چارو د وزيرانو، کابل ښاروال او د بهرنيو چارو، ماليې، سرحدونو او قبايلو او د عامې روغتيا د وزارتونو د معينانو په غړيتوب يو کميسيون موظف کړچې دنوروز ددغه جشن  دپرتمينو نمانځنو لپاره دې دپغمان غونډى دچمتوکولوکار پيل کړي.
د نوروز نړيوال جشن چې څه دپاسه درې زره کاله لرغونتيا لري؛ د سترې غونډې نوم دى چې د هجري لمريزکال په لومړيو ورځوکې د آسيا د جنوب لويديځو منځني آسيا ، قفقاز، د هند د وچې او د بالکان د هيوادونو په ګډون جوړيږي.
د نوروز جشن دنړۍ د فرهنګي ميراث په توګه  دملګروملتو په سازمان کې هم ثبت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته