کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر
د جنوب ختيځ زون د نيزې وهلو سيالۍ چې درې ورځې وړاندې په خوست کې پيل شوې وې پرون د غزني لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د غزني د ورزش آمريت يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د غزني، پکتيا، پکتيکا او د خوست ولايتونو د نيزې وهلو ټيمونو ګډون کړى و او درې ورځې يې دوام وکړ چې د غزني نيزې وهلو لوبډلې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.
د يادولو وړ ده چې د نيزې وهلو ورزش د وزلوبي د ورزش په شان لرغونې سيمه ييزه لوبه ده چې د خوست ، پکتيا، پکتيکا، غزني او د زابل په ولايتونو کې ترسره کيږي.
\ ذ