خبرونهاقتصاد

د نیمروز مستوفیت  له ټاکلې اندازې ۳۷ مېلیونه زیات عواید راټول کړي دي

 کابل / د وري ۴ مه / باختر

د نیمروز مستوفي خدایداد عمري وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې له ټاکلې اندازې ۳۷ مېلیونه زیات عواید راټول کړي دي.

مستوفي خدايداد “عمري” له باختر آژانس سره په مرکه کې وويل، چې په تېرو درېیو مياشتو کې د دغه ولايت مستوفيت ١۷٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

عمري وايي چې مستوفیت ته۱۴۰ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و او مستوفیت توانېدلی، چې له ټاکلي هدف څخه ۳۷ میلیونه افغانۍ زیاتې راټولې کړي.

ښاغلي خدایداد “عمري” پر هېوادوالو غږ وکړ، چې په خپلو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته