خبرونهامنیت

د هرات د اوبې ولسوالۍ د پولیسو مسوول د یرغلګرو په برید کې شهید کړای شو

کابل / د لیندی ۱۰ / باختر
د هرات د اوبې ولسوالۍ د پولیسو مسوول د طالبانو په ډلې پورې اړوندو یرغلګروپه برید کې شهید شو.
په محمد رفیق الکوزی نن سهارد دغې ولسوالۍ بازارته څېرمه برید وشوچې له یوساتوونکي سره يې شهید شو.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده له باخترآژانس سره په اړیکه کې د پولیسو د مسوول وژل کېدل تایید کړل.
په دې برید کې د محمد رفیق الکوزی ساتوونکی هم شهید شو او دوه نورپولیسان ټپیان شول.
د هرات د امینې قوماندانۍ ویاند وايي چې په دې برید کې وسله والو طالبانوته هم د سر زیانونه آوښتي دي خو دقیق شمېریې معلوم نه دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته