خبرونهفرهنګ

د هرات د تاریخي څلو د ترمیمولو په پرخه کې د ترکیې د همکاریو پر دوام ټينګار وشو

 کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او په دغه ولایت کې د ترکیې قونسل د مولانا عبدالرحمن جامي مقبرې د رغولو کار وکوت.

د تاریخي آبداتو آمر زلمی صفا وايي، د مولانا عبدالرحمن جامي د مقبرې او د انګړ د یوال د رغولو کار چې د ترکیې له لوري ترسره کېږي اتیا سلنه پرمخ تللی او تر راتلوونکو ۴ میاشتو پورې بشپړېږي.

په هرات کې د ترکیې سرقونسل سنان ایلخان وايي په هرات کې د ترکیې فرهنګي کارونه دوام لري او دغه فرهنګي کارونه د دواړو هېوادونوترمنځ د اړیکود ټینګښت سبب کېږي.

په همدې حال کې د هرات د ټيکا دفتر رییس عرفات دینیز وايي، ترکیه تل په افغانستان کې په فرهنګي او ټولنیزو کارونوکې ونډه اخلي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د تاریخ په اوږدو کې د ترکیې د خلکو سرښندنې وستایلې او وېې ویل چې ترکیه له افغانستان سره دوستانه او تاریخي اړیکې لري.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته