کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ ریاست د هرات د تاریخی جومات د بامونو د فرش د ترمیمولو بهیر د ګړندی کولو او په دې برخه کې د چلنجونود لرې کولوپه خاطرد هلوځلوخبرورکړ.
مسوولینو د دغه مقدس ځای د بامونود خښتو د لګولو د کار د بندولو عمده دلیل د پیسو نه ورکول وباله اود دغې پروژې د کار د بشپړولو لپاره د بودجې غوښتنه کوي.
د هرات ښارد ستر جامع جومات د بامونو ترمیمول او د خښتو لګول په هېواد کې د دغې تاریخی ودانۍ دساتنې لپاره ضروری بلل کېږی.
دهرات ولایت د اطلاعاتواوفرهنګ رییس مولانانعیم الحق حقاني چې دغه پروژه وکتله ژمنه يې وکړه چې په ټول توان سره د هېواد په مرکزکې د افغانستان د اسلامی امارت مقاماتوته د دغې پروژې د مسوولینو د لېږدونې اود بودجې د ترلاسه کولو په لاره کې هلې ځلې کوي.
دهرات ښار تاریخی جومات په اسلامی نړۍ کې ۵ سترجومات دی .
ج-ا