کابل، غوايي ٣١مه، باختر
د هرات طبيعي بوټي په نړيوالو بازارونو کې زيات ارزښت وړ دي.
د هند او چين او د يوشمير اروپايي او امريکايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ستر هېوادونه طبيعي بوټي د درملو د توليد او د ناروغۍ د درملنې لپاره کاروي.
د وړاندې شويو شمېرونو له مخې په هرات کې څه ناڅه ٣٠ ډوله طبيعي بوټي شتون لري چې مشهور يې د هنګ يا انغوزه، زيره او د کندل بوټي دي چې له دې جملې هنګ د نړۍ په ننني طبابت کې زيات کارول کېږي او هرکال د هرات هنګ هندوستان ته صادرېږي چې له دې لارې بزګرانو او حکومت بودجې ته زيات عوايد راټولېږي.
انغوزه يا هنګ چې وړاندې له دې يو وحشي بوټى و او زياتره په دښتو او د غرونو په لمنو کې شنه کېدل اوس په زراعتي ځمکو کې کرل کېږي او د نړۍ د سوداګرۍ بازار ته شامل شوى، چې له سرو زرو او زعفرانو سره سيالي کوي.
اوس د هرات په پنځو ولسواليو کې په زرګونو هکټاره ځمکه کې طبيعي بوټي شتون لري. طبيعي بوټو په تېره بيا هنګ ته د نړيوالو پاملرنه د دې سبب شوې چې د افغانستان حکومت او بزګران ورته پاملرنه وکړي..
تېرکال د طبيعي بوټو د لسګونو زره هکټاره ځمکې د شتون ترڅنګ په ٤ سوه زره هکتاره زراعتي ځمکه کې هنګ وکرل شول.
د هرات د کرنې رياست د طبيعي زيرمو آمر نثاراحمد اميني باخترآژانس ته وويل؛ هڅه کوي چې په راتلوونکو کلونو کې په هرات کې په نورو زرګونو هکتاره ځمکه کې هم هنګ وکري.
د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د طبيعي بوټو په تېره بيا د هنګ د توليداتو په زياتوالي سره هڅه کوي چې د هنګ ترڅنګ د طبيعي بوټو صادرات نورو هېوادونو ته هم پراخ کړي.
افغانستان هرکال د دغو طبيعي بوټو د صادراتو له پلوه څه ناڅه ٥٠ ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کوي.
\ ج