خبرونهفرهنګTOP

د هرات مصلی مجتمع منار د استحکام هوکړه لیک لاسلیک شو

۲۳- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې د لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي او د کابینې د یو شمېر غړو په حضور کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر او د آغاخان استازې شهرزاده هیرجي نن غرمه د هرات مصلی مجتمع منار د استحکام هوکړه لیک په چهار چنارماڼۍ کې لاسلیک کړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د جمهوري ریاست عالي مقام د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي دغو مراسمو ته په وینا کې وویل: نن له نېکه مرغه د هرات مصلی د پنځو منارونو د استحکام لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او آغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک کېږي. د جمهوررییس او حکومت په استازیتوب د آغاخان پراختیایي بنسټ د همکاریو مننه کوم.
د چارو ادارې لوی رییس وویل: د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغاونې په برخه کې د افغانستان له دولت سره د آغاخان پراختیایي بنسټ تخنیکي مرستې له کیفي او کمي پلوه زیاتې او د لمس وړ دي. دوی د لرغونو او تاریخي آثارو او آبداتو په بیارغاونه کې ټول نړیوال معیارونه او د تاریخي ارزښت خوندیتوب په پام کې نیسي.  
فضلي وویل: د هرات مصلی منارونه د تیموریانو دورې د عظیم تاریخ او تمدن نښې دي چې د اسلامي تمدن د معمارۍ سبک نړۍ ته وړاندې کوي. دغې زرینې دورې د امیرعلي شېرنوایي غوندې صدر اعظم او د ګوهرشاد بېګم غوندې ملکه لرله. د هغې دورې غني میراث زموږ د کلتور او تاریخ مهمه برخه ده. 
ورپسې په افغانستان کې د آغاخان استازې مېرمن شهرزاده هیرجي وویل: د آغاخان انکشافي شبکه له ۲۰۰۴ کال څخه په هرات کې فعالیت لري او د هرات د ارګ اختیارالدین کلا، د خواجه عبدالله انصاري مقبرې او چهارسوق مارکېټ کمپلکس په ګډون د تاریخي آبداتو د بیارغاونې په برخه کې د افغانستان حکومت همکاري کوي. همدا راز هڅه کوي د هرات زوړ ښار او مصلی سیمې د نړیوالو فرهنګي میراثونو په آزمایښتي لست کې شاملې کړي.
د آغاخان فرهنګي بنسټ په افغانستان کې تراوسه له ۱۴۰ تر۱۵۰ تاریخي سیمې بیارغاولې دي او اوسمهال د هرات مصلی پنځم منار د بیارغاونې په برخه کې خپل رول ادا کوي چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې زموږ پیاوړې ژمنتیا ښیي. 
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر د هېواد تاریخي آبداتو ته د جمهوررییس له پاملرنې څخه په مننې وویل: په تېرو شپږو کلونو کې ۱۶۲ تاریخې آبدات رغاول شوي دي او په دې برخه کې لا ډېر پوهاوي، کمپاین او عمومي بسیج ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: د تېر ۴۰ کلن ناورین له امله چې د تاریخي آثارو قاچاق په یوه شغل بدل شوی، اطلاعاتو فرهنګ وزارت په ټول هېواد کې د دغه تور شغل د مخنیوي هڅې کوي.
زهیر وویل: د جمهوررییس د لارښوونې په اساس به د ټولو بالاحصارونو او تاریخي آثارو په ځانګړي ډول د هغو چې له خطر سره مخ دي، سروې او چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه: د هرات مصلی پنځم منار او نورو ټولو تاریخي او تمدني آثارو ساتنه زموږ مسوولیت او وجیبه ده.
ورپسې د جمهوري ریاست د حقوقي واحد رییس او ستر سلاکار کبیر عیسی خېل وویل: تاریخي آبدات او فرهنګي میراثونه د یو هېواد تاریخ او تمدن ښیي او راتلونکو نسلونو ته د سولې او پخلاینې پیغام رسوي.
هغه زیاته کړه: د هېواد د جمهوررییس تر زعامت لاندې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغاونې په برخه کې زیاتې هڅې شوې دي او دغه کار د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
عیسی خېل د هرات مصلی پنځم منار په استحکام کې د آغاخان فرهنګي بنسټ د مهمې ونډې او د افغانستان حکومت د فرهنګي برنامو د ملاتړ او همدا راز د یونسکو ادارې د هڅو مننه وکړه.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته