خبرونهټولنه

د هملند سمسوره ولسوالۍ د اشغال په وخت کې پر کنډوالو بدله شوې ده

کابل، د غبرګولي ۱۶ مه، باختر

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي چې اوس بېرته خپلو سیمو ته ورغلي مجبور دي، چې په جګوړه کې وران شوې کورونه او باغونه بیا جوړ کړي، خو د بیارغونې توان يي نه لري، دوی له حکومت او نړیوالو غواړي چې په یاده برخه کې ورسته مرسته وکړي.

د سنګین ولسوالۍ د چینې سیمه یو وخت په ونو او بوټو زرغونه وه اوس په کنډوالو بدله شوې ده.

بهرنیو او کورنیو پوځیانو د چینې د سیمې باغونه له بېخه کښلي دي، کورونه يې بمبارد کړي او ځینې نور کورونه یې په بلدوزرونو چپه کړي دي.

د دې سیمي اوسيدونکي وايي: (له تېرو اتلسو کلونو له خپلو سیمو څخه بې ځایه شولو در په دره وګرځېدلو او له سختو قتصادي ستونزو سره مخ شولو).

دوی وايي: (اوس چي اسلامي نظام حاکم شوی، یو ځل بیا خپل ټاټوبي ته راغلو او غواړو دا ورانې ویجاړې بېرته ورغوو).

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: نړیوال باید د دوی د کورونو او سیمو په بیارغونه کي د دې خلکو تاوان ورکړي او یا دې مرسته وکړي، چي دوی بېرته خپل وران ویجاړ دیوالونه جوړ کړي.

د سنګین ولسوال مولوي عبدالواسع وايي: په تېر شل کلن اشغال کې د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې، کورونه، باغونه او بازرونه ونړېدل وران ویجاړ شول، خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل، خو هغه کورنۍ چي زیانونه يي ګاللي دي، دوی يي ثبت او راجستر کوي، او بیا يي د مرستو په لیست کي نیسي.

سنګین ولسوالۍ تر اشغال وړاندې یوه ښایسته او سمسوره ولسوالۍ وه، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو کرنیزو محصولاتو له امله ښه اقتصاد درلود، او د اوسېدونکو ښه اقتصادي حالت يي د ټول هلمند په کچه شهرت درلود ، خو تر جګړې وروسته د همدې ولسوالۍ اوسیدونکي تر ټولو ډير غربت ځپلي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته