اقتصاد

په ملي عوايد کې پنځلس مليارده افغانۍ زياتوالي راغلى دى

٢٠-کابل باختردمرغومي دمياشتې ٦ :

په روان کال کې  دهيواد په ملي عوايدو کې دتيرکال دلومړيو نهو مياشتو په پرتله پنځلس مليارده افغانۍ زياتوالي راغلى دى.

دماليې وزارت ويندوى  عزيزشمس  چې په دې باب يې دباختر اطلاعاتي اژانس له خبريال سره خبري کولي  زياته کړه : دروان کال په لومړيو نهو مياشتو کې ترلاسه شوي ملي عوايد يو اويا اعشاريه څلور مليارده افغانۍ دي خو دتيرکال په همدې موده کې اوه پنځوس مليارده اوه سوه مليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو.

په ملي عوايدو کې د ګمرکاتو ،  مالياتو او غيرمالياتي عوايد چې له وزارتونو او بيلابيلو دولتي ادارو څخه ترلاسه کيږي شامل  دي.

ده  دملي عوايدو دزياتوالي دليلونه  دقوانيو تطبيق ، دقوانينو په ځينو مادو کې تعديلونه  ، اسانتياوي  په ګمرکاتو کې دانترنتي سيستم جوړول ، شفافيت  ، له فساد سره مبارزه  ، ددولتي ادارو دکاري ظرفيتونو لوړول او دمعاش اورتبو دسيستم تطبيق وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته