امنیت

دداعش ډلې ٥ غړي په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل /دتلې ١٠مه / باختر :
پنځه داعشيان  پرون  په ننګرهار کې دغوځ ملاتړ دځواکونو په هوايي بريد کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،دغوڅ ملاتړ دځواکونو تېره شپه دننګرهار دخوږياڼى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دداعشيانو  په ځالو بريد وکړ چې په پايله کې يې  دداعش دتروريستي ډلې ٥ غړي ووژل شول او دهغوى ٢ سنګرونه ويجاړ کړى شو .
ديوبل خبرله مخې ، دکاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونواو دوسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې  ٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ تنه نوريې ټپيان شول .
ختم +_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته