سیاست

تبصره

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٠  :
د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه  د هېواد له بهر څخه د را استول شويوکسانو په وړاندې د جګړې کافي تجربې لري، خو د جګړې پيچلتياکله ناکله په دغو تجربو سيورى غوړوي.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
د افغانستان په  چاروکې د پاکستان د لاسوهنې او د افغانستان دخلکو او دولت پرخلاف  جګړه کې د دغه هېوادپه استخباراتوپورې د اړوندو عناصرو د را استولو په باب خبرې  نوې نه دي، بلکې هغه چلندونه دي چې د پاکستان واکمنانو په هر راز شرايطوکې ددغه ملت دکمزوري کولو په خاطر ورڅخه استفاده کړې ده.
ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې د پاکستان داستخباراتو دستګاه يوه  داسې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده چې د هغې له مخې غواړي يوشمېر پاکستاني ډار  اچوونکي ، د لښکرطيبه او جيش محمدځينې ځواکونه افغانستان ته راواستوي.
دهغو غير رسمي شمېرنو له مخې چې د هېواد يوې ورځپاڼې په هغوتمسک کړى دى؛ د دغو کسانو شمېر له ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ تنو پورې کيږي او د سرې قطعې د افرادو په نامه ياديږي.
د دغې ورځپاڼې په ليکنه: د دغې قطعې يوه محدود شمېرکسان د هرات له لارې کندز ته رسيدلي او زياتره دغه ځواکونه په جنوب کې متمرکز دي.
په هر صورت د پاکستان استخباراتي ځواکونو او په هغو جګړوکې د هغوى د شتون په باب خبرې چې په دې هېوادکې دوام لري، مستندکولو او کره کولو ته اړتيا نلري. ځکه کله چې پاکستاني سياستوال وايي: په کشميرکې له سولې پرته په سيمه کې هيڅ راز سوله امکان نلري، د افغانستان په چاروکې د پاکستان د څرګندې او په ډاګه لاسوهنې او په دغه هېوادکې په تپل شوې او صادره شوې جګړه کې د تيلو شيندل دي.
د افغانستان پوځي کارپوهانوپه وار وار ټينګار کړى دى چې د پاکستان استخبارات د وسيلې په توګه له طالبانو او له ډول ډول ډار اچوونکو څخه په استفادې سره غواړي چې دسيمې له هېوادونو څخه  امتياز واخلي اوله پاکستان سره د همکارو هېوادونو د لاس يو کولو له امله د دغه سياست په تعقيبولوکې بريالى دى  او په وار وار يې له سترو قدرتونو څخه باج اخيستى دى. خو پوښتنه  په دې کې ده  چې ولې د سيمې او له سيمې څخه بهر هېوادونو د دغو ټولو غلطو سياستونوپه وړاندې سترګې پټې کړې دي ولې پريږدي چې پاکستان په خاصو وسيلو سره هلمند او کندز په بله کربلا بدل کړي؟
که چېرې نن په کندز، هلمند، فراه او د دې هېواد په نورو سيموکې ښځه، ماشوم، سپين ږيرى، ځوان او بوډاګان په جګړه کې وژل کيږي، د دغې جګړې   د غوټې سر په پاکستان کې دى او ترهغه وخته پورې چې د ډول ډول ډاراچونو ځالې په دغه هېوادکې شتون ولري، په افغانستان او سيمه کې سوله نه تامينيږي او بايد نړۍ له شر اچوونکوڅخه د سيمې د ژغورنې په خاطر په دې پوه شي چې پاکستان په سيمه کې د سولې لپاره نيت نلري، که چېرې لرلى، نن سيمه په بحراني جګړه کې نه لتاړ کيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته