خبرونهاقتصادټولنه

د هوا پېژندنې ادارې په لسو ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی دی

کابل، د غوايي١٨مه، باختر

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو برخو کې د نسبتاً سختو اورښتونو  او سېلاوونو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غوايي له ١٨ څخه تر ١٩ پورې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلاوونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په د بادغيس، غور، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولايتونه  د نسبتاً سختو اورښتونو او سېلاونو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د هېواد زیات شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلاونو له امله ګڼ شمېر خلک زیانمن شوي وو.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې یوازې د شنبې په ورځ د غوايي په ۱۷مه د هېواد په یوشمېرولایتونو کې اورښتونو د ٣ زره ۴۰۰ کسانو په ګډون ۴۸۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د دې ادارې د موندنو پر بنسټ؛ د اورښتونو او سېلاوونو په پایله کې په بادغیس، بغلان، هرات، کندز او پروان ولایتونو کې ۱۳ تنه مړه او یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوي او ۱۲۷۰ کورونه ويجاړ او یا يو څه زیانمن شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته