فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري : دبوډا مجسمې دې ديونسکو دخطر له فهرست څخه بهر شي .

-کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
په کابل کې ديونسکو دفرهنګي برخې  مسوول پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمد رسول باوري سره وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په باميانو کې دبوډا دمجسمو  دبيا جوړولو دکاري کميټې دعملياتي پروګرام په باب خبرې وشوې  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې دفرهنګي حوزې  د ساتنې  دپاليسي  په برابرولو  ټينګار وکړ او ويې ويل چې دبوډا مجسمې  دې بايد ديونسکو دخطر له فهرست څخه وايستل شي .
پوهاند باوري  وويل چې دغه پاليسي دې دحکومت له تاييد وروسته  داجرا وړ وګرځي چې دباميانو په لرغونو ساحو کې داستوګنې  دکورونو دجوړولو مخه ونيول شي
په همدې  حال کې په کابل کې  ديونسکو دفرهنګي برخې  مسوول نګاو کامسانوري  وويل چې بايد دبوډا  دمجسمو په ټينګښت کې دپرمختللو هېوادونو له تجربو څخه استفاده وشي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته