سیاستټولنه

د هېواد خلک په کابل کې د عالمانو له جوړې شوې غونډې ډېرې هیلې لري

کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
د هېواد په مرکز کې د افغانستان د دیني عالمانو له جوړې شوې غونډې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک ډېرې هیلې لري، هېوادوال په تمه دي چې پاده غونډه کې به مهمې پرېکړې وشي چې پر مټ به یې په هېواد کې زیاتې ستونزې حل شي.
د ننګرهار د باختر آژآنس سیمه ييز خبریال په جلال آباد ښار کې له ښاریانو سره خبرې کړې او هغوی ورسره د غونډې په تړاو خپل نظرونه او هیلې شریکې کړې دي.
د اوسېدونکي د هېواد په دې اساسو شرایطو کې د جیدو عالمانو په غونډه کې ترسره کېدونکو پریکړو ته هیله من دي.
د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی امید خان وايې چې له څو لسیزو ناخوالو وروسته لس میاشتې مخکې اسلامي امارت په هېواد کې د واک چارې په خپل لاس کې واخیستې او په ټول هېواد کې یې امن تامین کړ.
په خبره یې، هیله من دی چې د کابل د عالمانو په غونډه کې به یو شمېر ستونزو ته د دیني عالمانو د مشورو او پرېکړو پر اساس د پاې ټکی کېښودل شي.
هغه له دیني عالمانو غواړي چې د شریعت په رڼا کې په پوره صداقت د هیواد د ښې راتلونکي لپاره ښې پریکړې وکړي.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی خلیل خاطر وايي، د غونډې له ګډونوالو یې هیله او غوښتنه دا ده چې د هې واد د ملي ګټو د تحقق او د نظام د مشروعیت د لا پیاوړتیا لپاره قانع کونکي دلایل وړاندې کړي چې له لارې یې نړیوال په دې قانع کړي چې دغه نظام په رسمیت وپيژني.
د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکې رحمن الله همراز وايي چې د هېوادوالو د هیلو سترګې خپلو دیني عالمانو ته دي. دی هم هیله من دی چې دیني عالمان به په دې غونډه کې د خپلو اسلامي او افغاني ګټو په نظر کې نیولو سره داسې پرېکړې وکړي چې افغانانو لپاره به ګټورې او د منلو وړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه چې ۳۵۰۰ عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی، دوې ورځې وړاندې پیل شوې چې نن به پای ته ورسېږي.
په دغه غونډه کې پرون د اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده حفظه الله هم وینا کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده حفظه الله د عالمانو په ستره غونډه کې ویلي چې اسلام د سلامتیا دین دی، سلامتیا او امن غواړو، هیچا ته بده اراده نه لرو، ګاونډي هېوادونه دې له موږ څخه د هیڅ خطر احساس نه کوي.
هغه ویلي چې، تر هغه وخته يو مملکت پرمختګ نشي کولای چې مستقل نه وي، موږ الحمدلله اوس يو مستقل هېواد يوو، خلک دې موږ ته فرمايشونه نه راکوي، خپل نظام مو دی خپله پرېکړې کوو.
عالیقدر امیر المؤمنین زیاته کړې چې دښمن د جګړې په میدان کې له ماتې وروسته اوس کوښښ کوي، چې د دسیسې له لارې خپلې موخې تعقیب کړي. په خبره یې، نن افغانستان په خپله مستقله او خپلواکه رایه ولاړ دی او د همدې مسیر تعقیبول یې مسلم حق دی.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم ویلي چې دښمن نظامي ماتې خوړلې، داسې شکست چې بیا به کله هم نظامي یرغل ونه کړي؛ خو د تبلیغاتو او فتنه جوړولو کار یې اوس هم روان دی، غواړي د حاکمانو تر منځ اختلاف او بې باوري پیدا کړي او په دې طریقه زموږ نظام کمزوری کړي.
هغه ویلي چې علماء او ولس حق لري چې حاکمانو ته نصيحت وکړي او تېروتنو ته يې متوجه کړي، ورسره وويني او په مجلس کې يادونه ورته وکړي، خو دا نصيحت نه دی چې پر رسنیو د حاکمانو کمزورۍ بيانېږي، په دې کار د حکومت او ملت تر منځ فاصله پيدا کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ویلي، علماء حق لري چې حاکمانو ته نصيحت وکړي، همداسې د حکومت مسؤلين مکلف دي چې يو بل ته نصيحت وکړي، يو د بل تخريب بايد ونکړي؛ ځکه د اختلاف په پایله کې امارت له منځه ځي.
امیر المؤمنین له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته راشي، هیڅ وېره دې نه لري، را دې شي، فابریکې دې جوړې کړي، پانګونه دې وکړي؛ ځکه بهرنۍ مرستې زموږ اقتصاد نه شي پورته کولای؛ بلکې نور مو اړ کوي او اقتصادي استقلال راڅخه اخلي.
هغه زیاته کړې چې پخوانيو ظالمانو ته عفوه شوې ده، پر تېرو اعمالو حساب نه ورسره کېږي، که بې له نوي جرمه چا تکليف ورکړ محاکمه کېږي به، خو بخښنه دا مانا نه لري چې په حکومت يې را ګډ شي.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم له خلکو غوښتي چې متحد شي، سره یو شي، زور واکان پرېنږدي چې ظلم وکړي.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې ځوانانو د دې له پاره قربانۍ ورکړې، په ځان او مال یې د اشغالګرو مقابله وکړه او هېواد یې ازاد کړ، چې اسلامي نظام حاکم شي، په خبره یې، اوس د اسلامي نظام د تنفیذ له پاره علماء مسؤلیت لري؛ ځکه علماء په دین پوهېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه چې ۳۵۰۰ عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په کې ګډون کړی، دوې ورځې وړاندې پیل شوې چې نن به پای ته ورسېږي.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یادې غونډې د امنیت لپاره د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته