امنیت

دهېواد په ختيځ کې دداعشيانو په سنګرونو دافغان ځواکونو دمرګانيو بريدونو دوام .

کابل باختر دمرغومي  ديارلسمه :
دداعش دډلې لس تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
  په دغوداعشيانو  له تيرې شپې  څخه تر نن سهار پورې دننګرهار ولايت  په ځينوسيمو کې  ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
  دهېواد په  ختيح کې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو  يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې له تيرې شپې  څخه تر نن سهار پورې په نويو بريدونو کې دڅو تنو پاکستانيانو په ګډون ١٧ تنه داعشيان  وژل شوي دي .
  ده وويل:  په دغو  داعشيانو دننګرهار ولايت دهسکې مينې ، اچين او د روداتو دولسواليو په ګډون  دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې ددوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
دهېواد په ختيځ کې پوځيان وايي  په دې بريالي شوي دي چې  ددغو ځانګرو عملياتو په بهير کې  په هېواد کې  دداعشيانو يوشمير  اساسي مرکزونه دړې وړې شوې دي .
دوي وايي چې ددوى بريدونه به دهېواد په ختيځ کې دداعشيانو دټغر تر راټولولو پورې دوام مومي .
پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکي د ديورنډ  له کرښې  څخه او دپاکستان داستخباراتو دسازمان په مستقيم  ملاتړ سره افغانستان ته راځي او په ډار اچونکو بريدونو لاس  پورې کوي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دننګرهار ولايت د بټي کوټ او دهسکې مينې  په ولسواليو کې  د ډار اچوونکو  ددوو ډيپوګانو  په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک  او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي.
ختم- عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته