امنیت

په ميدان وردګوکې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٩ :
د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د نښتې په بهيرکې اووه تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
په دغوطالبانو نن سهارپه نرخ ولسوالۍ کې بريد وشو.
د ميدان وردګو په ولايت کې يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغو طالبانو غوښتل چې د نرخ و لسوالۍ بازار ته څېرمه ماين ښخ کړي چې د پوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته