ټولنه

د واورې اورښت او د لارو بندښت د مرستو رسولو په برخه کې خنډونه رامنځته کړي دي

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د ملګروملتوسازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي چې د واورې اورښت او د لارو تړلتیا په افغانستان کې اړو کورنیو ته د مرستې رسولو په وړاندې ستر خنډ دی.
په وروستیو شلو ورځو کې د افغانستان څه ناڅه ۲۰ولایتونه د سختو واورو د اورښت ډګر و.
د واورې اورښت زیاتره هغه ولایتونه له ستونزو سره مخ کوي چې په هغه کې پرمختیا لږ شوې وي او لارې یې خرابې وي.
د ملګروملتوسازمان د بشري مرستو د همغږۍ د فتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د واورې د اورښت او د یو شمېر ولایتونو د لارو تړلتیا له امله مرستندویان نه دي بریالي شوي چې اړو کورنیو ته مرستې ورسوي.
دغه دفتر بدخشان، بامیان او غور د هغو ولایتونو په توګه یاد کړي دي چې مواصلاتي لارې د واورې اورښت له امله تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وزګارتیا زیاتوالی، د نړۍ د مرستوکمښت، د سترو هېوادونو له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کول او په بانکوالۍ بهیر کې نیمګړتیا د بې وزلۍ د پراختیا سبب شوی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته