روغتیا

د يونسف استازي د روغتيا په برخه کې د دې ادارې د دوامداره مرستو او د روغتيايي پروژو د پلې کولو ډاډ ورکړ

کابل / د تلې١٤مه / باختر:
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندرعباد، د سويلي آسيا سيمه ييز رييس جورج لاريا ادجي او د يونسف اجراييوي رييس محمدابدي سره د روغتيا پروژې د دوام په اړه خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې : په دې کتنه کې د روغتيا په برخه کې د يونسف ادارې پرګډې همکارۍ ، په ځانګړي توګه د روغتيا پروژې پلې کولو د کار دوام د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
دعامې روغتيا وزارت سرپرست په افغانستان کې د يونسف ادارې دهمکارۍ له امله مننه وکړه او د روغتيا په برخه کې يې د دې سازمان او نورو نړيوالو سازمانونو ترمنځ د لا زياتې همکاۍ غوښتنه وکړه.
ډاکترعباد د روغتيا سکتور په برخه کې د فساد پر وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل: موږ باید د پیسو د لګښت او روغتیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یو روښانه او شفاف مېکانېزم له لارې د نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ کار وکړو ترڅو د روغتیا په سکتور کې له فساد څخه مخنیوﺉ وشي او اړمن اشخاص له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، همدرانګه په افغانستان کې د نړیوال سازمان لپاره د امنیت او آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معين ډاکتر عبدالباري عمر، د یونیسف ادارې د همکارۍ قدردانی وکړ او له دې بنسټ څخه د روغتيا پروژې د دوام، د میندو او ماشومانو د مړینې کمول، خوارځواکۍ، د ګوزڼ له منځه وړل، کرونا او نورو روغتیایي برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د روغتیا په سکتور کې د نړیوالو سازمانونو همکارۍ د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: که دوی د روغتیا په برخه کې چې یوه غیر سیاسي او بې پرې اداره ده خپلو مرستو ته دوام ور نه کړي، وضعیت بحراني کېږي چې په دې سره به مېرمنې، ماشومان او نور اړمن خلک ډېر زیانمن شي.
دغه راز ډاکتر عمر، د ساري ناروغيو څخه مخنیوي ته په اشارې سره وویل: چې موږ د خوارځواکۍ کمول، د حفظ الصحې د ساتنې لپاره په روغتیایي مرکزونو کې د تشنابونو جوړول، د څښاک اوبه تامینول او د کثافت دانیو د چمتو کولو په برخه کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لرو.
هغه همدارنګه وویل: له نيکه مرغه چې د کرونا ویروس اوسمهال ترکنټرول لاندې دی، خو موږ د کرونا ویروس د څلورمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالی نیسو او له یونیسف ادارې څخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې، افغانستان کې د یونیسف ادارې د سوېلي حوزې مسوول جورج لاریا اډجي؛ کابل ته د راتګ موخه یې د افغانستان د روغتیایي سیسټم د وضعیت ارزول وبلل او زیاته یې کړه؛ چې موږ هڅه کوو ترڅو د نړیوالو سازمانونو سره په منځګړیتوب د روغتيايي پروژو د دوام لپاره لا زیاتې مرستې ترلاسه کړو.
هغه همدارنګه، په افغانستان کې د دې بنسټ پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ ژمن یو چې د روغتیا سکتور سره د روغتيا پروژې پلي کولو، په لرې پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ګومارلو، د ګوزڼ له منځه وړلو او د کرونا پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړو.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته