سیاست

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي کميشنرسید حفیظ الله هاشمي لوړه وکړه

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :  
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوي غړي سید حفیظ الله هاشمي نن سهار د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم پرځای کړ.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، د سترې محکمې غړي قضاوتپوه محمد زمان سنګري او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو حضور درلود.
د لوړې له مراسمو وروسته، د هېواد جمهوررئیس نوي کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ته د بریالیتوب هیله وکړه او د قانون پر اجرا د ټینګار ترڅنګ یې وویل، ستاسې ژمنه له ملت سره ده او دغه ژمنه باید عملي شي.
هغه د هېواد د ټاکنیزو کمېسیونونو پر يووالي، همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته