ټولنه

د ټاکنې د کميسيون لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :   
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کميسيون د غړو د ټاکنې د کميټې لومړنۍ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې صافۍ په مشرۍ جوړه شوه.    
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رئيسې نجيبې مرام د ټاکنې د کميټې د جوړولو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کمېټه د قانون د حکم له مخې او اطلاعاتو ته دلاسرسۍ د کميسيون دغړو دټاکنې په خاطر جوړه شوې ده.
دغه راز په غونډه کې د ټاکنې کميټې د کار په اړوند له خبرو او د کميټې د غړو له خوا د نظريو او پيشنهادونو له وړاندې کولو وروسته د کميټې دوو تنو غړو ته دنده وسپارل شوه چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کميسيون د غړو د ټاکنې کميټې د طرزالعمل د مسودې په باب کار وکړي او د خپل کار دنتيجو په باب دې په راتلوونکي غونډه کې رپوټ ورکړي.
دغه رازپه دې غونډه کې پريکړه وشوه چې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ کميسيون دغړيتوب  دغوښتنې فورمې چمتو شي او موضوع دې د رسنيو له لارې اطلاعاتو ته دلاسرسۍ په کميسيون کې د غړيتوب په مقصد د مینه والو د پوهاوي په خاطر اعلان شي.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ تينګار وکړ چې د ټاکنې د کميټې غړي دې د دغې کميټې د کاري بهير د ګړنديتوب په خاطر  زياتې هلې ځلې وکړي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته