کابل/ د وري٩ مه / باختر
د پاسپورټ ریاست ویاند وايي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د روان کال د ورې په ۱۶مه پیلېږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت رياست وياند شفيع الله تسل نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دغه رياست د روان کال د وري په ١٦مه په مرکز او ټولو ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
هغه زیاته کړه، د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي په انلاین ډول نوم لیکنه وکړي او د اسنادو له بشپړولو وروسته پاسپورټ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پايتخت او ولایتونو کې ګڼ شمېر خلک د پاسپورټونو د اخیستو غوښتنه کوي.
\ ذ