سیاست

د پالیسیو او نوي حقوقي چوکاټ له تصویب وروسته به د ګومارنې بهیر په معیاري، شفاف او د آزادې سیالۍ پر بنسټ ترسره شي

کابل / د مرغومې ۲۱مه / باختر
دغه څرګندونې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس، د دولتي ادارو د بشري سرچینو د رییسانو او مسوولینو په ګډون د همغږۍ په لومړنۍ غونډه کې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې غونډې د جوړولو موخه، د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو او لارښوونو پر بنسټ، په ملکي خدمتونو کې د پالیسیو او کاري بهیر د اصلاح څرنګوالی بلل شوی دی.
د غونډې په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مولوي کرامت الله اخند زاده خبرې وکړې او ویې ویل چې بشري سرچینې د هرې ادارې مهمې او مسلکي برخې دي چې د دغې برخې کړنې او اغېزمنتوب د ملکي خدمتونو دستګاه اغېزمنه کوي.
اخند زاده د خپلو خبرو په دوام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پر اساسي دندو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د یوې سالمې او اغېزمنې ادارې جوړول چې له علمي، مسلکي او عقیدتي پلوه پاکه وي، د ملکي خدمتونو د دندو او لایحو تثبیت، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کادري او ذاتي چارو د تنظیم او تثبیت طرحه او د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول د دغې ادارې اصلي دندې دي.
هغه د ګومارنو، تشکیلاتو، د شکایتونو د څېړلو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو اړوندو پروسو په اړه د نوې پالیسۍ او کړنلارې جوړول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مسوولیت وباله.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس د دولتي ادارو د بشري سرچینو له ټولو مسوولینو څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره خپل لیدلوري او نظریې له دې ادارې سره شریکې کړي چې کمېسیون د یوه اسانه کوونکي بنسټ په توګه، په راتلونکې کې د تعییناتو د ډول څرنګوالی مشخص کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د پالیسیو او نوي حقوقي چوکاټ له تصویب وروسته به د ګومارنې بهیر په معیاري، شفاف او د آزادې سیالۍ پر بنسټ ترسره شي.
په همدې حال کې د دولتي ادارو د بشري سرچینو مسوولینو هم په ملکي خدمتونو کې د ګومارنې د حقوقي چوکاټ، د تشکیلاتي اصولو او جوړښتونو د منطقي کولو، په وزارتونو او دولتي ادارو کې د کاري بهیر د ښه والي، ذاتي چارو، د کارکوونکو د چلند او د ګومارنې د شکایتونو د څېړلو او ذاتي چارو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې وپتیل شوه چې په راتلونکې کې د ملکي خدمتونو د ځینو پالیسیو طرحې جوړې شي چې د وروستي کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته