ورزش

د پامیرتکواندو کارانو د پنجشیرد سیالیو اتل شول

کابل / د وري ۱۰ / باختر
د کمال خان بند د پرانیستلوپه هرکلي سره نن د پنجشیرپه بازارک کې د محمد قسیم فهیم په لوبغالي کې د تکواندوسیالۍ ترسره شوې.
د پنجشیرد بدني روزنې او ورزش مسوول ایشان الماس باخترآژانس ته وویل چې په دغوسیالیوکې د۱۰ لوبغالو ورزشکارانو د پنجشیر د بازارک او اوو ولسوالیوڅخه ګډون درلود.
د پامیرلوبغالی د زیاتوامتیازونوپه ترلاسه کولوسره د تکواندو د سیالیو اتل شو او رحمتي لوبغالۍ دویم مقام وګاټه .
هغه وویل چې د دغه یو ورځنۍ سیالیو د ترسره کولوموخه د کمال خان بند د پرانیستلوهرکلی او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوملاتړ دی.
هغه وویل چې د دغو سیالیوپه بهیرکې سیمه ییز مسوولین هم شتون درلود.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته