سیاستخبرونهټولنه

د پاکستان د بشري مرستو یو جوپه افغانستان ته را ورسېده

 کابل، د غوايي ۱۷ مه، باختر

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان افغانستان ته د پاکستان د مرستو د لېږد اعلان کړی دی.

په کابل کې د پاکستان سفیر په یوه ټویټ کې ویلي چې په دغو مرستو کې درمل او خوارکي توکي شامل دي چې پر سېلاو ځپلو کورنیو وېشل کېږي.

منصور احمد خان زياته کړه، چې دغه مرستې به په مزارشريف کې د مرستندویو ادارو له خوا په سېلاو ځپلو کورنيو ووېشل شي.

د پاکستان سفیر ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د بشري مرستو یوه بله جوپه هم افغانستان ته واستول شي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلاوونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له  هیوادونو او مرستندویو موسسو څخه غواړي  چې له زیانمنوشویو کورنیو سره مرسته  وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته